Broadcasting Company
په غوره کړې زيا تول | د پيل د پاڼې جوړول
LANGUAGES & COUNTRIES
asdf
РУССКИЙ :: ENGLISH
Choose your language
Choose your location
د روسیی غږراډيو د افغانستان لپاره خپلی خپرونی په ١٩٥٧ کال کې پيل کړې دي. په هغه وخت کی له مسکو نه د افغانستان لپاره يوازې په پښتو ژبه خپرونی خپریدی او د پروګرام اوږدوالی ١٥ دقيقې وخت نيوه. د يادولو وړ ده چی د مسکو د راډيو د پشتو ژبی لومړی نطاقان افغانان وو. يو عبد الطيف جلالی او بل فهيم نومیده. دوی د شوروي – افغانستان د دوه اړخيز تړون له مخی مسکو ته رالېږل شوي وو. په لومړنيو کلونو کی د افغانستان لپاره د خپرونو په ١٥ دقيقه ييز پروگرام کی وروستي خبرونو او هغو اطلاعات خپریدل چی په شوروي اتحاد کی د اقتصاد، علم او کولتور له ودې سره تړلي وو. د تیری پېړۍ د شپیتمو کلونو له نيمايي نه شوروي – افغان تخنیکی – اقتصادي همکاري زياته وده او ارزشت پيدا کړ. په افغانستان کی د ملي اقتصاد د مهمو پروژو ودانول پيل شول. د ﻻرو پر غزولو د کرنی او اوبو لگولو د پروژو پر ودانولو او د کانونو پر راوستلو ﻻس پورې شو. د پخواني شوروي اتحاد له بیلاییلوجمهوريتونو نه په سل گونو او زرگونو وتلی متخصصين افغانستان ته د کار کولو لپاره واستول شول. د شوروي – افغانستان د اړيکو د نورې ودې او ژورتيا په پام کی نيولو سره په مسکو کی فیصله وشوه چی د افغانستان لپاره په دري ژبه هم خپرونی پيل شی. په نتيجه کی په ١٩٦٧ کال د اپریل له مياشتی راپه د یخوا د افغانستان لپاره د دغه هیواد په دواړو رسمي دولتي ژبو پشتو او دري خپرونی پیل شوی او دغه کار د دې امکان برابر کا چی په شوروی اتحاد کی د روانو حوادثو ،بلکه له افغانستان سره د شوروي اتحاد د مرستو، د افغان اولس لپاره د حياتي مهمو پروژو په ابادولو کی د شوروي متخصصينو د کارونو، د افغانستان اقتصاد، تخنیک ، کرنی د ودې او د افغان اولس د ژوند دبهبود په هکله اوریدونکو ته زيات اومفید معلومات وړاندې شي. د افغانستان لپاره د خپرونو د برخی خبريالان په افغانستان کی د شوروي متخصصينو د کارونو په باب د مشخصو اطلاعاتو د راغودولو او د مسکو راډيو له ﻻرې خپلو اوریدونکو ته د هغو د وړاندې کولو په خاطر، هلتهاستول کیدل. پهجهانی کچه مشهورو افغانستان پیژندونکو ، لکه اسلانوف، دووريانکوف،گیرس ، کيسیلیوف ، کالينينا، ياسیویچ ،گیراسیموف او زيات شمیر نورو د افغانستان لپاره د راډيو خپرونو د نورې ودې په کار کی مهم رول ولوباوه. دوی لوړه مسلکي پوهه درلوده. د پشتو او دري په ادبياتو کی وارد وو او د هیواد له کولتور او تاريخ سره یی زياته او ژوره پیژندگلو درلوده. دوی نه يوازې ويندويان، ژباړونکي او مبصرين وو. په خپله یی هم ادبی خپرونی چمتو کولی، د افغانانو د ژوند، تاريخ او ملي دودونو په هکله راغوند شوی اطلاعات د رادیو له لارې اوریدونکو ته وړاندې کول. ادبي خپرونو اوریدونکو د پشتو او دري له کلاسيکو او اوسنيو ليکوالو او د دوی د اثارو له بیلگو سره اشنا کول. له همدغو افغاني ليکوالو نه هم زياترو په خپله د مسکو راډيو له لارې ويناوې کولی. له هغوی نه سليمان لايق، سخي غيرت او نور يادولی شو. د شپیتمو کلونو په پای کی له افعانستان سره د شوروی اتحاد اړيکو نوره پراختيا او ژورتيا وموندله. او په افعانستان کی هم په پشتو او دري ژبو د مسکو راډيو د خپرونو د اوریدونکو مینه والو شمیر زیاتیده او له همدعه وخت نه د کابل او مسکو له لوری د نطاقانو متقابله تبادله پيل شوه. د افعانستان په راډيو کی د روسي ژبی د خپرونو شعبه پرانيستل شوه. او د مسکو راډيو ژورنالست ساوچينکا هلته د نطاق په توگه واستول شو. اوس د مسکو په وخت دمازدیگر له 4 بجو نه تر شپږو بجو پورې هره ورځ په پشتو اودري ژبو خپرونی دوام لری . پاول ولاديميروويچ کاناشکين يو وتلی پشتو ژباړونکی دی. دی دافغانستان لپاره له مسکو نه د خپرونو د پيل کیدو له همغه پيل نه په مسکو راډيو کی کار کوي. روسيی ژغ راډيو د افغانستان لپاره د خپرونو په برخه کی عبدالعلم ميرازي او شاه محمود نيک هم د ژباړونکو او نطاقانو په توگه کار کوي. موږ د زمانی له خواست سره سم روان يو. او اوس د انترنيت له لاری هم چی د روسیی ژغ راډيو د افغانستان برخی خپل سایت پرانیستی ، چی په پشتو او دري ژبو ډير تازه اطلاعات مينه والو ته وړاندې کوی.
Copyright © 20052009 Voice of Russia
Address: 115326 Russia, Moscow, st. Pyatnitskaya 25, bld. 1, Voice of RussiaPhone: +7 (495) 950-63-31, Fax: +7 (495) 951-20-17, E-mail: letters@ruvr.ru